د راپورونو لهمخې، د فلسطین مقاومت ځواکونو تېره شپه د غزې په خانیونس سیمه کې پر صهیونیستي پوځیانو یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او درنه مرګژوبله یې وراړولې ده.
عبري سرچینو دا پېښه «خونړۍ» بللې او زیاتوي چې د ژوبل شويو پوځیانو د لېږد لپاره الوتکې هم سیمې ته استول شوي دي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د حماس پوځي څانګې ویاند د غزې په بېلابېلو سیمو کې د جګړو د دوام خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د دوی شهادتغوښتونکي مبارزین د اشغالګر پوځ پر وړاندې پر سختې جګړې بوخت دي.