د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د سوداگرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا سره لیدلي دي او د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ او ترانزیت د ستونزو په حل غږېدلي دي.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنه چې موخه یې د سوداگریزو، ترانزيتي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د شته ستونزو او د هغوی په حللارو هر اړخیزې خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو گډو مشترکاتو، ولسي ارزښتونو ته د درناوي، سوداگرۍ او ترانزيت برخو کې دي د شته ستونزو د حل لپاره هم په گډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي.
په خبرپاڼه کې د پاکستان د سوداگرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا له قوله ویل شوي، د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت له مسوولنیو سره هم په خبرې بوخت دي او په دې برخه کې ټولو ستونزو ته د امکان تر بریده حللارې ومومي.
روانه اوونۍ د پاکستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی او دلته یې له گڼو اړخونو سره لیدلي دي.
د پاکستان پلاوی داسې مهال کابل ته راځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري کمه شوې، چې ډېر زیان پکې پاکستاني سوداگرو کړی او افغان سوداگرو چابهار بندر ته مخه کړې ده.