د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د ټاپي پروژې له پيل وړاندې خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وايي چې د افغانستان تر هرات ولايت پورې د ټاپي پروژې د لومړي فاز په بشپړېدو به افغانستان ته ګاز راپرېښودل شي، او د افغانستان په خاوره کې پاتې دوه فازونه به لومړی تر نيمروز، بيا کندهار او له هغې وروسته پاکستان کې بشپړ شي.
ښاغلی مجاهد همدارنګه زياتوي چې د ټاپي پروژې له پیلېدو سره به لسګونه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې دا پروژه د افغانستان لپاره یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه ده او اسلامي امارت به یې په ټول توان ملاتړ وکړي.
نوموړی وايي، افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال ۵۰۰میلیون ډالر د ټرانزیټ، تر ۱۰ کلونو ۵۰۰ میلیون مترمکعبه ګاز او تر شل کلونو پورې به یو میلیارډ مټرمکعبه ګاز ترلاسه کوي.