د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني رژیم درې نورې پوستې هم د افغان ځواکونو په لاس سقوط شوې.
ښاغلي مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو، چې افغان ځواکونه د پاکستاني ملېشو ۱۳ پوستې نیولي. له دې سره د نیول شويو پاکستاني پوستو شمېر ۱۸ ته لوړ شو.
نوموړي ویلي، د دغو نویو پوستو د سقوط عملیاتو کې هم ګڼ پاکستاني عسکر هلاک شوي او يو شمېر نور یې ژوندي نیول شوي دي.
