د پکتیکا ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي، نن ماښام په ځایي وخت ۹:۴۵ بجې د دغه ولایت انګور اډې پر ګېټ د پاکستاني ملېشو له ډزو سره د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه.

سرچینې زیاتوي، چې دا مهال افغان ځواکومه له انګور اډې سربېره د پکتیکا په برمل ولسوالۍ، شکین، کلای جنګي او بندر سیمو کې پر پاکستاني ملېشو د افغان ځواکونو بریدونه دوام لري.

دې سره سم د خیبر پښتونخوا بېلابېلو روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی او د لسګونه ټپیانو لپاره اضافي بسترونه چمتو شوي دي.

پاکستاني امنیتي سرچینې تائیدوي چې د ګڼو هلاک شویو پاکستاني ملېشو جسدونه ورسېدلي او نور پر لاره دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version