د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبریالانو ته وویل، چې د جون په ۳۰مه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېدونکې درېیمه غونډه کې گډون کوي.

نوموړي وویل، موږ د هېواد ملي گټو ته په کتو له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرې‌نه‌ږدي او په هغو برخو کې چې د افغانانو حق باید په خپل مکلفیت یې تر سره کړي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، موږ دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو او ټول اړوند هېوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولو.: «اوسمهال له اسلامي امارت سره د گڼو هېوادونو سياسي اړیکې رسمي بڼه لري؛ موږ هيله‌من يو، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې نورو هېوادونو ته هم قناعت ورکړو، چې له اسلامي امارت سره لا غوره تعامل ولري او په دې تړاو د هغوی اندېښنو ته ځواب ورکړو.»

ده وویل، د اسلامي امارت پلاوی به له يوه واضح پيغام سره د دوحې په ناسته کې گډون وکړي او د افغانانو ستونزې او غوښتنې به له گډونوالو سره شريکې کړي.: «دوحې ته زموږ سفر له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په معنی نه، بلکې له نړۍ سره د ښه تفاهم او ستونزو د حل په موخه دی.»

ټاکل شوې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اړوند د ملگرو ملتونو درېیمه غونډه جوړه شي، چې د ملگرو ملتونو سربېره به پکې د نړۍ گڼ هېوادونه برخه واخلي.

د افغانستان په استازیتوب پکې د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی گډون کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version