یو شمېر رسنیو ویلي، چې چین د افغانستان د ستونزو په حل کې د ښه رول هڅه کوي.

د چین ولسمشر “شي جین پینګ” د دغه هېواد په پلازمېنې “بیجېنګ” کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې چين به د سولې او پرمختګ لپاره خپل هوډ بدل نه کړي او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

چیني رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر له قوله ویلي، چې بیجېنګ د اوکراین په ناورین کې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د جګړې پر حل او د ایران، میانمار او افغانستان د ستونزو په حل کې خپل رغنده رول لوبولو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی “یوشیا یونګ” له ایراني رسنۍ “اېراف” سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانانو کلتور او د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

چین د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې اوس مهال تر بله هر وخته له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version