د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، ‏چې د پاکستان پوځي رژيم یو ځل بیا د افغانستان پر حریم تجاوز وکړ او په کابل کې یې د معتادینو روغتون هدف وګرځاوه.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې دې برید کې ګڼ شمېر ملکي کسان چې ډېری یې تر درملنې لاندې روږدي دي شهیدان او ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستاني رژیم دا جنایت په کلکو ټکو غندي او دا ډول عمل د ټولو منل شویو اصولو خلاف او د بشر ضد عمل بولي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version