د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ محتسبینو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني بند څخه ژغورلې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه مېرمن د خپل خاوند او خواښې لهخوا په کورني بند کې ساتل شوې وه او له خپلو ټولو لومړنیو او شرعي حقونو څخه محرومه وه.