د سیاسي او نظامي مبارزو په تاریخ کې تر ټولو مهم اصل دا دی چې یو حرکت هغه وخت بریالی کېږي چې واحده اراده، واحد قیادت او واضحه تګلاره ولري. د سمیع سادات وروستي اعترافونه په ښکاره ډول د دې څرګندونه کوي چې د مخالفو ډلو ټپلو تر منځ نه یوازې دا چې دا درې واړه عناصر شتون نه لري، بلکې د دوی تر منځ یوه ژوره بې باوري حاکمه ده.

د نیابتي جګړو موضوع په معاصر سیمه ییز سیاست کې یو پېژندل شوی حقیقت دی. سمیع سادات اعتراف کوي چې ګاونډی هېواد د نیابتي ډلو په جوړلو بوخت دی، په داسې حال کې چې دوی پخپله د بهرني ملاتړ او پردۍ اجنډا پر اساس د افغان ولس پر وړاندې د نیابتي ډلو دنده پر مخ وړي. په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د جګړو تجربو ښودلې ده، هر هغه حرکت چې پر بهرنیو تمویلونکو تکیه وي، د دوام وړ نه دی؛ د سادات څرګندونې په دې دلالت کوي چې د افغان حکومت مخالفې ډلې د بهرنیو اجنډاو تر بشپړ تأثیر لاندې دي.

د مخالفو ډلو تر منځ د اتفاق نشتوالی یوازې سیاسي اختلاف نه دی، بلکې په لیدلوري او هدف کې هم اختلاف لري. د افغان حکومت ځینې مخالفین عملاً د پاکستان له دسترخوان څخه تغذیه کېږي، خو نور یې بیا له پاکستان سره مخالفت اعلانوي، مګر په عین حال کې د پوځي رژیم د تجاوز پر وړاندې بېرته خاموش دي. د مخالفینو دا ډول ضد او نقیض موقفونه د سیاسي تضاد او بې اتفاقۍ څرګند دلایل دي، چې افغان ولس به هېڅکله په داسې بې موقفه او بې سابقې تش په نامه مجازي جبهاتو باور ونه کړي.

د افغان حکومت د مخالفو جبهاتو تر منځ د همغږۍ نشتوالی دې حد ته رسېدلی، چې حتی دوی ونه شو کولای چې په اساسي او ملي مسايلو کې اتفاق او د نظر یووالی رامنځ ته کړي، کله چې یاد مخالفین دومره کم ظرفیته وي، نو دوی به څنګه وکولای شي چې د حاکم مشروع او متحد نظام بدیل شي!؟

په سیاسي تحلیل کې دا مهم اصل دی چې بدیل باید له اوسني حاکم نظام څخه قوي، منظم او د ولس له منځه وي، په داسې حال کې چې د افغان حکومت مخالفې جبهې نه منظمې دي، نه قوت لري او نه هم د ولس له منځه را پورته شوي دي. یاد مخالفین پردي او څو تابعیته اشخاص دي، همدا راز د موقف او خواهشاتو لپاره د افغان ولس په سرنوشت د لوبو نیت لري.

سمیع سادات کله ناکله د پاکستان اړوند څرګندونې کوي، خو تمرکز یې تر ډېره پر افغان حکومت په نیوکو وي؛ د نوموړي څرګندونې د لومړیتوبونو له اړخه ګډوډې دي او غواړي افغان ولس ته په شاتو کې زهر ورکړي.

افغان حکومت په خپلو عملي کړنو او فعالیتونو ټولو ته ثابته کړې ده چې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول دسیسو د شنډولو پوره وړتیا لري. د دسيسو په وړاندې د افغان حکومت عملي مبارزه په دې دلالت کوي چې افغانستان به د تېر په څېر د لوبو او نیابتي ډلو مرکز نه وي، بلکې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې به کلک درېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version