د ‏ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د اورښتونو او سېلابونو له امله ۲۴ تنه شهيدان او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې د ژغورنې عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو څه باندې ۱۰۰ تنه له سيلابونو څخه روغ ویستلي او سلګونه نور کسان چې د خطر په سيمو کې وو خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

همدا راز ۱۲۴ کورونه تخريب شوي، ۳۱۵ کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیان اوښتی، ۳۷۶۰ جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه تللي او ۷۹ سره مالونه تلف شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، دغه ارقام وروستي نه دي او کېدای شي په کې بدلون رامنځته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version