د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه پیغام، چې پکې یې له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې د ایران د له منځه وړلو ګواښونه وځنډوي، د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته له سختو نیوکو سره مخ شو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو وښودله چې د هغه د ټویټ لومړنۍ مسوده داسې ښکاري چې د پاکستان څخه بهر د یوې ادارې«امريکا» لخوا لیکل شوې وي.
د شریف د هغه پوسټ یوه مسوده، چې د سه شنبې په ورځ د وروستۍ نسخې له خپرولو یوه دقیقه مخکې اپډېټ شوې وه، په سر کې یې دا جمله لیکل شوې وه «مسوده – په اېکس (X) کې د پاکستان د لومړي وزیر پیغام.»
د ډراپ سایټ خبري ویب پاڼې بنسټ اېښودونکي، راین ګریم، ویلي چې دا پیغام په لوړ احتمال د شریف لخوا نه دی لیکل شوی.
هغه یادونه کړې، چې د لومړي وزیر خپل کارمندان هغه ته د «پاکستان د لومړي وزیر» په نوم خطاب نه کوي او دا پوسټ ممکن د امریکا یا اسرائیل لخوا شهباز شريف ته لېږل شوی وي او هغه هم کاپي پیسټ کړی.
د شهباز شريف دې ټويټ، په نړيواله کچه بحثونه راپارولي او د ايران او امريکا جګړه کې د پاکستان دريځ يو ځل بيا تر سختو پوښتنو لاندې راغلی.
په ورته مهال ګڼو ايراني رسنيز فعالانو هم د اوربند په اړه د پاکستاني چارواکو هڅې له منافقت ډکې بللي او خپلو چارواکو ته یې مشوره ورکړې، چې باور پرې ونه کړي.
