علي میثم نظري او محقق د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د دې هېواد رهبرۍ او ولس ته مبارکي ویلې او د «ورور او اسلامي هېواد» په نوم یې یاد کړی. دوی نه یوازې پاکستان ته د امپراتوریو د «قانوني وارث» نوم ورکړی، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه یې هم ورڅخه کړې ده. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان خپله د ژور سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران ښکار دی او د نړۍوالو او سیمه ییزو هېوادونو په سترګو کې د یوې ناکامې او ماتېدونکې ادارې په توګه ارزول کېږي.

د دوی وروستیو څرګندونو د افغان حکومت پر وړاندې پرله‌پسې تورونه او تبلیغات هم یو ډول متناقض ثابت کړل، ځکه چې له یوې خوا هغوی افغان حکومت په پاکستان پورې تړلی ګڼي، خو له بل پلوه بیا خپله د پاکستان د ملاتړ لپاره د هغوی دروازه ټکوي او د نويو اړیکو د جوړولو لار لټوي. د مخالفینو دا ډول دوه مخی سیاست د افغان ملت په حافظه کې له پخوا ځای لري، ځکه چې همدې مخالفو ډلو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د پردیو د ملاتړ په وسیله هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل تسلط ټینګ کړي، خو هر ځل یې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.

محقق په خپلو څرګندونو کې پاکستان د امپراتوریو قانوني وارث بللی، په داسې حال کې چې پاکستان خپله د استعمار له پاتې شونو څخه دی او د خپل کور د ننه د هویت او وحدت له لوی بحران سره لاس او ګرېوان دی. نظري او محقق دا هم وایي چې پاکستان سره دې په ګډه د ترهګرۍ په ضد مبارزه وشي. دا خبره په خپله له تضاد ډکه ده، ځکه پاکستان خپله د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د مقاومت جبهې په څېر نیابتي ډلې حمایت کوي.

په اوسني وخت کې پاکستان له پراخو ستونزو، اقتصادي رکود، سیاسي بې ثباتۍ او نړۍوالې انزوا سره مخ دی، خو د افغان حکومت مخالفین بیا هم تمه لري چې ملاتړ یې وشي او د نورو نیابتي ډلو په څېر د افغانستان په بې ثباته کولو کې مرسته ورسره وکړي.

د مخالفو ډلو ډېری رهبران تل په سختو حالاتو کې پاکستان ته تښتېدلي او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. دا خپله د خیانت یو بڼه ده. د افغان ملت حافظه هېڅکله نه هېروي چې همدغه ډلو د خپلو ګټو لپاره د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره اړیکې ساتلې او د افغانستان په وړاندې یې د دسیسو ملاتړ کړی دی.

که د مخالفو ډلو ادعاوې د افغان حکومت په اړه سمې وای، نو مخالفینو به بیا هیڅکله پاکستان ته د اړیکو د پراختیا لپاره لاس نه اوږداوه. مخالفې ډلې له شوروي اتحاد نیولې بیا د امریکا تر نیواک پورې تل د بهرنیانو په ملاتړ ولاړې وې، خو هېڅکله نه دي توانېدلي چې د ملت د باور استازیتوب وکړي.

د دې ډلو موخه تل دا وه چې د پردیو په وسیله واک ترلاسه کړي، نه دا چې د ملت د رایې او ملاتړ له لارې واک ترلاسه کړي. نن هم دوی د پاکستان په دروازه کې د نويو اړیکو لټون کوي، خو تاریخ ښيي چې دا ډول هڅې هېڅکله د افغانستان د خپلواکۍ په وړاندې نه دي بریالۍ شوې.

دوی په ښکاره ډول هڅه کوي چې د بهرنیانو له لارې یو ځل بیا په افغانستان کې نفوذ ترلاسه او د امارت پر وړاندې دسیسې جوړې کړي. د دوی دا چلند د هغه تکرار دی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په ځلونو وکړ، خو پایله یې تل ماتې وه.

یو وخت دوی وایي چې افغان حکومت د پاکستان له ملاتړه برخمن دی، خو بل وخت خپله د پاکستان ملاتړ ته لاس اوږدوي. دا ډول متناقض تبلیغات د دوی د بې‌باورۍ ښکارندويي کوي. دوی پرله‌پسې افغان حکومت په پاکستان پورې تړلی باله، خو د دوی وروستۍ څرګندونو او اړیکو د دوی د ادعاوو تر ټولو لویه دروغجني ثابته کړه. د مخالفینو وروستۍ څرګندونې د پاکستان د رهبرۍ لپاره یوازې یو ډول چاپلوسي ښکاري، څو د هغوی له ملاتړ څخه بیا برخمن شي.

په حقیقت کې دا ډلې یوازې د پاکستان د سیاسي او تبلیغاتي وسیلې په توګه کارېدلې دي. که څه هم د پاکستان ملکي حکومت ځان د افغانستان دوست بولي، خو افغان ولس تل د دې هېواد د پوځ له دسیسو څخه متضرر شوی دی. د افغان حکومت هڅه کوي چې د بهرنیانو په مرسته د افغان حکومت پر وړاندې نوی فصل پرانېزي، خو دوی په حقیقت کې سیاسي یتیمان دي چې هېڅ داخلي ملاتړ نه لري.

تاریخ ښيي چې د پردیو په وسیله واک ته رسېدل یوازې د لنډمهاله بریاوو سبب ګرځي، خو په پای کې یې پایله ماتې وي. نن چې مخالفې ډلې یو ځل بیا د ملاتړ لپاره د پاکستان دروازه ټکوي، دا یوازې نا مشروع او ناکامه هڅه ده. افغان ولس به د خپلواکۍ ارزښت ته د پوره ژمنتیا په وسیله د دغو ډلو دسیسې شنډې کړي او دوی به د تاریخ په توره پاڼه کې ځای ومومي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version