په افغانستان کې د واک موضوع له تلپاتې سیاسي اختلافاتو سره مل ده. له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سرپرست حکومت مخالفین ولس ته د واک سپارلو په نوم داسې یوه سناریو وړاندې کوي، چې ظاهراً د ولس د حقونو او ولسي حکومت د اعادې خبرې کوي، خو په حقیقت کې یې هدف واک د څو سیاسي حرکتونو، نیابتي ډلو او ګوندنو په منګولو کې ورکول دي.
سرپرست حکومت چې د بهرنیو یرغلګرو او پرځېدلي جمهوریت په وړاندې د ولس په مټ د خپلواکۍ لپاره تر شل کلنې مبارزې وروسته واکمن شوی، مخالفین یې له ولسي مشروعیت څخه بې برخې بولي، برعکس بیا یوازې خپل ځانونه د ولس اصلي استازي او د ملت د ارادې ممثلین ښيي، مګر دا ادعاوې له حقایقو او شواهدو سره په ټکر کې دي.
د افغانستان تېر شل کلن جمهوریت د ولسواکۍ نظریې یو محدود او ناقص مثال و. دغه جمهوریت که څه هم د ډيموکرات حکومت په نوم یادېده، خو په عمل کې د قومي، ګوندي او بهرنیو ملاتړ شویو ډلو ترمنځ د قدرت یوه نابرابره وېشنه وه. د پرځېدلي جمهوریت ټوله دوره د ولس د ښکېلتیا پر ځای د بهرني نفوذ او قومي انحصار پر بنسټ ولاړه وه، ټول ولس ته رښتینی واک او استازیتوب محدود و او په ډېرو مواردو کې واک یوازې د څو هغه تورو څهرو او ډلو په لاس کې و، چې نن یې هم د مخالفت بیرغ اوچت کړی.
هغوی چې نن ولس ته د واک سپارنې چیغه بدرګه کوي، هماغه پروني چارواکي دي چې د خپلې اعلان شوې ولسواکۍ بنسټیز اصول یې له پامه غورځول او د ټولنیزو ګټو پر ځای یې واک د څو محدودو ګوندونو د قدرت ساتنې لپاره کاروی؛ ننني مخالفین د پرون هماغه چارواکي دي چې د هېواد او ولس د ګټو په ځای، شخصي او ګوندي ګټې ورته ارزښتناکې وې/ دي او همېشه غواړي ولس یې قرباني وي.
ولس ته واک سپارنه یو غولونکې سناریو ده، چې د ولس له احساساتو د ناروړه استفادې پرته بل څه نه دي. مخالفین دغه سناریو واک ته د رسېدو او سیاسي ګټو لپاره بدرګه کوي، خو د سرپرست حکومت په اړه ټول واقعیتونه له پامه غورځوي. دوی ښايي څلور کاله مخکنۍ ورځې هېرې کړې وي، چې همدې ولس لومړی د هېواد له سلګونو ولسوالیو او وروسته له ولایاتو څخه وشړل او په اخر کې یې یو مرکزي حکومت حاکم کړ. اوسني واکمنان د هماغه ولس بچیان دي چې شل کاله یې د اشغال او جمهوریت د پرځولو لپاره مبارزه کړې ده، ځکه خو یې واکمني په ولسي رنګ رنګېدلې ده.
د سرپرست حکومت مخالفینو له دې سره هم مهاله، په دې وروستیو ورځو کې د ولسي مشروعیت موضوع ګرمه ساتلې ده، دوی وروسته له هغې دا موضوع مطرح کړل، چې سرپرست حکومت د نړۍوال مشروعیت په برخه کې هم پرمختګ وکړ او ګامونه یې اوچت کړل. مخالفین چې لار ورکي او وارخطا دي، له رسمیت پیژندنې سره سم یې د داخلي مشروعیت موضوع ته مخه کړې او غواړي په ناسمو او دروغجنو شعارونو خپله تبلیغاتي دستګاه پر مخ یوسي. دوی په هره تبلیغاتي حربه کې ورو، ورو له ناکامۍ سره مخ کېږي او هره هغه دریڅه یې په وړاندې تړل کېږي چې له لارې یې غواړي خپلې نا مشروع ډلې په ولس کې د محبوبیت وړ وګرځوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.