مخکښ پاکستانی خبریال احمد نوراني، اسلام اباد کې پر پوځي مرکز د افغانستان د ډرون برید ته په اشارې ویلي، چې عاصم منیر پاکستان دې حالت ته رسولی دی.

هغه ویلي، د برید له امله ​هوايي تګ راتګ وځنډېد او د چاودنې غږ په سلګونو زره کسانو واورېد.

نوموړي زیاته کړې: ​«اوس به لږ ساعت وروسته ډنډوره‌چیان (د پوځي رژیم ملاتړي) راشي او وبه وايي چې د اسلام اباد ډرون خو یو کوچنی غږ و. په لیدو یې سړي ته خندا ورځي. د کوهاټ ډرون هم بې کاره و.»

احمد نوراني وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم لوی‌درستیز عاصم منیر ته په اشارې ویلي، زموږ سره د داسې پاکستان دښمنه، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هیڅ کمی نشته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version