مخکښ پاکستانی خبریال احمد نوراني، اسلام اباد کې پر پوځي مرکز د افغانستان د ډرون برید ته په اشارې ویلي، چې عاصم منیر پاکستان دې حالت ته رسولی دی.
هغه ویلي، د برید له امله هوايي تګ راتګ وځنډېد او د چاودنې غږ په سلګونو زره کسانو واورېد.
نوموړي زیاته کړې: «اوس به لږ ساعت وروسته ډنډورهچیان (د پوځي رژیم ملاتړي) راشي او وبه وايي چې د اسلام اباد ډرون خو یو کوچنی غږ و. په لیدو یې سړي ته خندا ورځي. د کوهاټ ډرون هم بې کاره و.»
احمد نوراني وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم لویدرستیز عاصم منیر ته په اشارې ویلي، زموږ سره د داسې پاکستان دښمنه، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هیڅ کمی نشته.
