د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت افغانستان کې د نشه یي توکو د زېرمو د شتون په اړه د یو شمېر رسنیو راپورونو ته په غبرګون ویلي، ټول افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید درېدلی او زېرمې یې له منځه وړل شوي.

ښاغلی فطرت وايي، د نشه یي توکو قاچاق نړېواله ننګونه ده په کار ده، چې د سیمې او نړۍ اغېزمن هېوادونه له افغانستان سره د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او په ګډه د دغې پدیدې مخنیوی وکړي.

ښاغی فطرت زياتوي، اسلامي امارت دوه کاله وړاندې افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړی او پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې.

نوموړي همدارنګه د ځينو سازمانونو او رسنيو هغې بې اساسه ادعا ته چې افغانستان کې یې د نشه يي توکو د زېرمو د شتون اړه کړې وه وايي، تېرو دوو کلونو کې یې د نشه یي توکو د تولید او پروسس ۱۵۰۰ فابریکې له منځه وړې، چې ورسره افغانستان کې د نشه یي توکو تولید هم درېدلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version