مسعود پزشکیان د څه باندې ۱۶ میلیونه رایو په ترلاسه کولو سره د ایران نهم ولسمشر وټاکل شو.
د ایران د ټاکنو په دویم پړاو کې “مسعود پزشکیان” خپل سیال “سعید جلیلي” ته د شاوخوا ۳ میلیونو رایو په تفاوت سره ماته ورکړه.
د ایران ولسمشریزې څوکۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې شپږ تنه نوماندان (مصطفی پورمحمدی، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضیزاده، علی رضا زاکانی، سعید جلیلی و محمدباقر قالیباف) شامل و، چې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر نور زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره دویم پړاو ته راووتل.
په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته لومړی پړاو ټاکنې د سرطان په ۸ مه نېټه ترسره شوې.