
په مسقط کې د افغانستان سرپرست سفیر، حافظ عمر د یاد هېواد لپاره د هند سفیر «ګوداورتي وینکاټا سرینواس» سره کتلي.
له یاد سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې لیدنه کې دواړه لوریو پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسائیلو خبري کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو دغه راز د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ هم څرګند کړی دی.

