د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ناڅرکندو وسلهوالو د نایجیریا بورنو ایالت کې د یوه ښوونځي ۴۲ زده کوونکي تښتولي دي.
د بورنو د جنوبي حوزې استازي علي ندومي رویټرز ته ویلي، ۳۲ زدهکوونکي له ښوونځي او ۱۰ نور له نږدې کورونو تښتول شوي دي.
یاد هېواد کې د بوکو حرام او داعش ډلو بریدونو او تښتونو یو ځل بیا زور اخیستی او خلک یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي دي.


