محمد فیصل
پرون د روسیې پلازمېنې مسکو کې برید لږ تر لږه ۸۲ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.
دا په مسکو کې په وروستۍ یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی برید دی.د افغان حکومت په ګډون د نړۍ ګڼو حکومتونو دغه برید غندلی او دا یې یو ترهګریز برید بللی دی.
دوه ورځې وړاندې کندهار کې هم پر بیګناه مسلمانانو داعش برید وکړ چې یو شمیر کسان په کې شهیدان شول.
طالبانو د امریکایي جمهوریت پر مهال له داعش سره سختې جګړې کړي او سختې ماتې یې ورکړې.
په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو له رسیدو وروسته افغان حکومت داعش سخت وځپه او د بهرنیو په ملاتړ جوړ شوي مرکزونه یې ورته له منځه یوړل.
روسیه کې تازه برید دا ښیي چې روسیه او د سیمې هیوادونه باید له افغان حکومت سره اړیکې لا پراخه کړي، تر څو د داعش په له منځه وړلو او د بریدونو خنثی کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د دې وخت دی چې روسیه او د سیمې نور هیوادونو افغان حکومت په رسمیت وپیژني او استخباراتي همکاري زیاته کړي.
طالبان د داعش د ځپلو او د بریدونو د خنثی کولو ډیره ښه تجربه لري او له افغان حکومت سره رسمي تعامل، همکاري او د اړیکو پراختیا کولی شي د مسکو په څیر د نورو بریدونو مخه ونیسي.