د روسیې امنیتي چارواکي وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو په بېگاني برید کې ۶۰ تنه مړه شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په یو ویډیويي کلیپ کې ښکاري څلور کسان چې پوځي کالي یې اغوستي د کراسنوگورسک کرکیوس تالار کې پر خلکو ډزې کوي.

د روسیې امنیتي مسوولین وايي، ځايي خلکو د موسیقۍ یو کنسرټ ته منتظر و، چې په پوځي کالیو کې څلورو تنو ډزې پیل کړې، چې د تالار چت اور واخیست.

د داعش ډلې د بېگاني برید مسوولیت منلی دی؛ خو تر اوسه روسي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د امریکا استخباراتو ویلي، روسي چارواکو ته یې د یو داسې برید خبر ورکړی و، خو روسي چارواکو یې خبره بابیزه گڼلې وه.

روسي چارواکي وايي، د دې پېښې وروسته یې په گڼو ځایونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د مسکو د روغتیا اداره وايي، یاد کنسرټ ته ۶۰۰۰ ټکټونه پلورل شوي وو او کېدای شي د مړو او ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی شي.

په مسکو کې داسې مهال برید شوی، چې تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر وټاکل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version