په مسکو کې د افغانستان، سفیر مولوي ګل حسن حسن د شمال–جنوب ټرانسپورټي دهلیز په درېیم نړیوال فورم کې ګډون او وینا کړې.
په مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، د فورم ګډونوالو د سیمې اقتصادي پرمختګ د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی دی.
ښاغلي حسن خپله وینا کې ویلي، چې د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره، د لاجورد لارې او شمال–جنوب دهلیز نښلول د «اوراسیا» د مهم اقتصادي بدلون لامل ګرځي.
نوموړي دغه راز د استراخان له سرپرست والي سره په اقتصادي همکاریو، ټرانزیټي اسانتیاوو او د افغانستان پر ستراتيژيک اهميت هم خبرې کړې دي.
