Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مسیر ورځپاڼه: افغانستان باید د بهرنیو مرستو د تکیې پر ځای له کورنیو سرچینو گټه واخلي
    افغانستان

    مسیر ورځپاڼه: افغانستان باید د بهرنیو مرستو د تکیې پر ځای له کورنیو سرچینو گټه واخلي

    عمران آغاعمران آغا11 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې په نوو لارو چارو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: افغانستان د بیا رغونې او ځان بسیاینې په لاره کې گڼو ننگونو سره مخ دی، د هېواد لپاره د نوښت او نړیوالو همکارۍ نوی لیدلوری اړین دی. په تېرو لسیزو کې، افغانستان تل د بهرنیو مرستو پر تکیه کولو هڅه کړې، خو اوس د وخت اړتیا ده چې دا تکیه بدله شي او هېواد د خپلو داخلي منابعو او نوښتونو پر بنسټ ځان بسیاینې ته لاره هواره کړي.: « د دې موخې تر لاسه کولو لپاره، افغانستان اړتیا لري چې د خپلو منابعو په اغېزمنه کارولو، د ځوانانو د نوښت ملاتړ او په نړیوالو بازارونو کې د خپلې ونډې په زیاتولو تمرکز وکړي. افغانستان باید د خپلو طبیعي منابعو اغېزمنه کارونه وکړي. که څه هم په هېواد کې بې‌شمېره کانونه، اوبه او ځمکې شته، خو تر اوسه پورې یې گټه په معقول ډول نه ده اخیستل شوې.»

    د سرلیکنې له مخې، د نوې ټیکنالوژۍ پلي کول او د بهرنیو متخصصینو سره همکاري کولای شي په دې برخه کې نوې دروازې پرانیزي. افغانستان باید داسې اقتصادي پالیسۍ وړاندې کړي چې د کانونو او زراعت سکتور په پرمختگ کې د نړیوالو پانگه‌والو لپاره جذاب وي. د دې لپاره، نه یوازې د تخنیکي ظرفیت لوړول اړین دي، بلکې په دې سکتورونو کې د شفافیت او حساب ورکونې د سیسټمونو ټینگول هم ډېر اهمیت لري. دا به د بهرنیو پانگه‌والو اعتماد زیات کړي او افغانستان ته به د پراخې اقتصادي پراختیا فرصتونه برابر کړي.: «د افغانستان ځوانان د نوي فکر او نوښت لپاره بې‌ساری ظرفیت لري او که دوی ته مناسب چاپیریال برابر شي، کولای شي په بېلابېلو برخو کې د نوو فکرونو او محصولاتو راوړونکي وي. حکومت باید داسې پروګرامونه رامنځته کړي چې د نوښت او ټیکنالوژۍ په برخه کې ځوانانو ته ملاتړ او روزنه ورکړي، ترڅو دوی وکولای شي د افغانستان اقتصاد ته نوی ژوند ورکړي. د دې لپاره، اړینه ده چې د پوهنې او لوړو زده کړو سیسټمونه د وخت اړتیاوو ته په کتو سره اصلاح شي او ځوانانو ته داسې مهارتونه ورکړل شي چې په نړیواله کچه رقابت وکولای شي. دا به نه یوازې د کورني اقتصاد د ودې سبب شي، بلکې ځوانان به هم له هېواده بهر تگ ته زړه ښه نه کړي او په خپل هېواد کې به خپلې راتلونکې ته هیله‌من شي.»

    په سرلیکنه کې ویل شوي، افغانستان باید د خپلو محلي تولیداتو پر ودې او نړیوالو بازارونو ته پر لاسرسي تمرکز وکړي. د وارداتو پر ځای، هېواد کولای شي په خپلو محلي تولیداتو کې پانگونه وکړي او د صادراتو له لارې د نړیوالو بازارونو برخه‌وال شي. د دې لپاره، اړینه ده چې د سوداگرۍ چاپېریال ښه شي او د صادراتو پروسې اسانه شي. د نړۍ په گوټ گوټ کې د افغانستان محصولاتو ته وده ورکول نه یوازې اقتصادي گټې لري، بلکې د هېواد نړیوال انځور هم ښه کوي. د دې سره، د افغانستان صادراتي وړتیاوو ته نوی ژوند بښل کیږي او دا به هېواد د نړیوالو سوداگریزو اړیکو په ټینگولو کې مرستندوی کړي .: «افغانستان د نړۍ په ډگر کې د نوښتونو او نړیوالې همکارۍ له لارې ځان بسیاینې ته د رسېدو فرصت لري. دا هېواد کولای شي د خپلو شتمنیو او ځوانانو د ظرفیتونو په سم مدیریت او اغېزمن کارونې سره، د یوې باثباتې، سوکاله، او پیاوړې اقتصادي راتلونکي پر لور گامونه واخلي. د نوي فکر، نوښت، او نړیوالې همکارۍ په مرسته، افغانستان کولای شي په نړیواله کچه ځان یو باثباته اقتصادي قدرت په توگه وښيي. دا به یوازې د افغانستان په کور دننه اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي، بلکې د دې هېواد لپاره به په نړیواله ټولنه کې د یو باورمند او متحرک غړي په توگه هم ځای تثبیت کړي.»

    مخکینۍ مقالهکابل کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيول شوي
    راتلونکي مقاله د ملي دفاع وزارت سرپرست د ترمیم شویو طیارو د پرواز په مراسمو کې ګډون کړی

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.