د افغان حکومت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي، مشرتابه په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو وزارت، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا کړې.
د ښاغلي فطرت په خبره مشرتابه د سیمینار ګډونوالو ته د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې لازم هدایات او مهمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې افغان حکومت د مسلمانانو استازی دی او د خلکو د دین، عقیدې او امنیت ساتنه خپل اساسي مسؤلیت ګڼي.
مشرتابه ټینګار کړی، چې د افغان حکومت قوانین او فرمانونه د الله تعالی د دین پر بنسټ صادرېږي او موخه یې د عبادت ټینګښت او د خلکو پر وړاندې رحم، شفقت او خدمت دی.
نوموړي همدارنګه د یتیمانو، کونډو، معلولینو، غریبانو او بېسرپرسته کورنیو د ملاتړ پر اهمیت خبرې کړي او په خبره یې، چې افغان حکومت د همدې موخې لپاره بېلابېلې ادارې جوړې کړې دي.
مشرتابه همدا راز له ټولو مسؤلینو غوښتي، چې خپل مسؤلیتونه په اخلاص، عدالت او د شریعت له احکامو سره سم ترسره کړي، د خلکو خدمت ته لومړیتوب ورکړي او د ټولنې د اصلاح لپاره ګډ کار وکړي.
