تېره شپه ناوخته د ایران کرمان ولایت فهرج ولسوالۍ کې د ایراني امنیتي ځواکونو پر یوه چېک‌ پوسټ وسله‌وال برید شوی.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي، چې دې برید کې یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی دی.

ورته مهال یو شمېر رسنیو دې برید کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د برید د انګېزې او بریدګرو د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي او نه هم د برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version