Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»مقاومت جبهه د ایران په ضد، د غرب د ملاتړ په لټه کې
    لیکني

    مقاومت جبهه د ایران په ضد، د غرب د ملاتړ په لټه کې

    صابر افغانصابر افغان13 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «مقاومت» په نوم یوې قومي او کورنۍ جبهې چې پر کابل د سرپرست حکومت له حاکمیت راهیسې یې بغاوت کړی، په ۲۰۲۱م کال کې یې هڅه کوله چې لومړی د سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران، تاجکستان او پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي؛ مقاومت جبهه توانېدلې وه چې له ایران سره نږدې اړیکې ایجاد کړي او ملاتړ یې وشي.

    کله چې د سیمې هېوادونو درک کړه، په افغانستان کې سرپرست حکومت یو واقعیت دی او له هغه پرته د نورو مخالفو ډلو سره روابط ساتل او ترې ملاتړ کول د دغه هېوادونو لپاره کومه ځانګړې ګټه نه لري، نو مقاومت جبهه یې منزوي او څنډې ته کړله. ایران په سیمه کې یو له قدرتمندو هېوادونو څخه دی، یاد هېواد ته هغه مهال مقاومت جبهه د مخالفې ډلې په توګه ور پېژندل کېده، چې اسرائیل پر ایران پراخ بریدونه وکړل، مګر مقاومت جبهې نه تنها چې د ایران طرف ونه نیوه، بلکې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي وو، چې د جبهې ایران مېشتو غړو اسرائیلو ته د جاسوسي فعالیتونو په برخه کې پراخه ونډه لرله.

    تر هغو چې مقاومت جبهې تمه لرله، ایران به د دوی سیاسي او نظامي ملاتړ وکړي، د ایران ملاتړ یې کاوه، خو کله چې یې دا تمه په خپله په ناهیلۍ بدله کړله، د غرب په دام کې یې د ځان ور اچولو کوښښونه پیل کړي. مقاومت جبهې له اسرائیل، امریکا او غربي هېوادونو د ملاتړ غوښتونکې وه/ده، اوس په ټولو هغه قضیو کې د امریکا او غرب ملاتړ کوي، چې ایران پکې سمدستي یا په ستراتیژیک لحاظ زیان ویني.

    د مقاومت جبهې د سیاسي برخې ځینې مسؤلينو او غړو لکه علي میثم نظري او نورو په دې وروستیو کې، په اروپايي هېوادونو کې فعالیتونه ډېر کړي دي، دوی له لوېدیځو سیاستوالو سره اړیکې لري او غواړي د هغوی له لارې د نامشروع جګړې لپاره ملاتړ جذب کړي. د مقاومت جبهې د دغه مسؤلینو رسنیز او ډیپلوماټیک فعالیتونه تر ډېره د لوېدیځ د ارزښتونو او اجنډاوو مطابق وړاندې کېږي.

    کله چې یو سیمه‌ییزه پروژه لکه د زنګزور دهلېز، یا د آزربایجان – ارمنستان تر منځ د اړیکو مسئله چې د امریکا په ملاتړ او د ایران د کمزوري کولو لامل ګرځي، د مقاومت جبهې مشران یې د یوه ستراتیژیک فرصت په توګه ویني، تر څو د امریکا او غرب په ګټه دریځ ونیسي او ځان د لوېدیځ له ګټو سره همغږی وښيي. په دې موضوع کې د علي میثم نظري ټویټ، چې د یادې مسئلې په اړه یې له ټرمپ څخه مننه پکې کړې، د مقاومت جبهې د رسمي دریځ ښکارندويي کوي.

    ایران د زنګزور دهلېز د جوړېدو مخالف دی، ځکه چې دا به د ایران – ارمنستان یوازینۍ ځمکنۍ اړیکه پرې کړي او د ترکیې – آذربایجان مستقیمه اړیکه به رامنځ ته کړي. آذربایجان بیا له ترکیې او لویدیځ سره نږدې دی او د دې دهلېز تر شا د امریکا ملاتړ شتون لري. د مقاومت جبهې له خوا په دغسې سیمه‌ییزو مسایلو کې د لویدیځ ملاتړ کول په غیر مستقیم ډول د ایران پر ضد د سیاسي مخالفت یوه بڼه ده.

    د مقاومت جبهې یادې ستاینې یوه سیاسي نښه ده چې غواړي لوېدیځ ته وښيي موږ ستاسو د ستراتیژیکو پروژو ملګري یو. په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت ضد ډلو تر منځ د ملاتړ لپاره سیالي روانه ده، هرې ډلې ته د امریکا له ګټو سره ځان تړل هغوی ته د سیاسي مشروعیت او ملاتړ ترلاسه کولو یوه لار په نظر ورځي.

    په مجموع کې د آزربایجان – ارمنستان په مسئله کې له ټرمپ څخه مننه او په دې اړه د مقاومت جبهې موقف نیونه درې اهداف لري؛ لومړی ایران ته سیاسي پیغام ورکونه، چې له لارې یې غواړي ایران ته وښيي چې که تاسې زموږ ملاتړ ونه کړئ، موږ به په سیمه کې ستاسو د مخالفو هېوادونو ملګرتیا وکړو. دویم لویدیځ ته د نږدې کېدو هڅه ده، دغه جبهه د امریکا په ستراتیژیکو ګټو کې د امریکا او اروپا ښکاره ملاتړ کوي، تر څو وښيي چې دوی د واشنګټن او بروکسل اجنډا ته وفادار پاتې کېدلی شي. درېیم رسنیز او تبلیغاتي موقعیت ښودنه ده، دوی د سیمې په یوه مهم جیوپولیټیکي بحث کې موقف نیسي، څو ځان د یوه فعال سیاسي لوبغاړي په توګه معرفي کړي.

    خو مقاومت جبهه په دغسې دریځونو د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران ملاتړ له لاسه ورکوي. ایران هم باید له دغسې دریځونو درس واخلي، نور به ورته څرګنده شوې وي چې څلور کاله یې څنګه له داسې یوې جبهې ملاتړ کړی چې د غرب ګټو ته وفاداره ده!؟ ایران کولی شي پر دغه جبهه فشار راوړي، غړي یې له هېواده وشړي او پر فعالیتونو یې بندیزونه وضع کړي. که ایران د مقاومت جبهې په وړاندې د فشار او محدودیتونو پالیسي غوره نه کړي، نو د خپل هېواد په منځ کې به یې ستراتیژیک دښمن ته ځای ورکړی وي، چې په نهایت کې د ایران ملي امنیت ته زیان رسولی شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د پاکستان امنیتي ادارو لپاره ۴۸ خونړي ساعتونه؛ ۳۳ ځلې هدف ګرځول شوي
    راتلونکي مقاله د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دوه مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

    مربوطه لیکنې

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025

    متحده جبهه؛ له سیاسي انزوا په تکراري غونډو وتلی شي!؟

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قرغزستان…

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،940 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،959 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.