د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا (چهارشنبه) د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته په سفر ځي.

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې نوموړی به په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

نوي ډیلي ته د عزیزي سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې تازه افغان حکومت له پاکستان سره سوداګریز پرېکون کړی او افغان سوداګرو ته یې د توکو د لېږد را لېږد لپاره د بدیلو هېوادونو د موندلو ډاډ ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version