لیکوال: انجینر عبدالرحمن

په کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مقاومت په نوم د یوې شر پسنده ډلې راڅرګندېدل په داسې حال کې ؤ چې طالبانو د هېواد ۹۵ سلنه برخه تر خپل بیرغ لاندې کړې وه.

هو! دا سمه ده چې د طالبانو د لومړۍ ځل واکمنۍ پر مهال مسعود او د هغوی پلویانو طالبانو ته سرخوږی جوړ کړی ؤ، ولې؟ هغه دا چې هغه حالت له اوسني حالت سره ډېر توپیر کوي د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال طالبان یو دم راڅرګند شول چې اکثریت یې د پښتون مېشتو له سیمو څخه ؤ، یقیناً په شمال او ځینو نورو سیمو کې د حساب وړ طالبان نه ؤ، نو دا حقیقت دی چې د مسعود مقاومت د طالبانو لپاره سر درد تمام شول.

او دا باید ومنو چې اوسنی حالت د تېر په نسبت ډېر توپیر لري، هر ولایت هره سیمه خپل طالبان لري، مسؤلین لري، تر دې چې پنجشیر د تېرې ادارې تر قوي پوښښ لاندې ؤ هم سیمه ائیز طالبان پکې فعال ؤ.

دا چې دوی د طالبانو پر وړاندې یو بل مقاومت پیل کړی چې په لومړیو کې یو څه د حساب وړ ؤ، خو طالبانو له صفر سره ضرب کړل.

دا تر دې را یاده شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی فعالیت ډېر تېز دی، تېره ورځ مې د دوی د یو لیکلوال لیکل ولیدل چې ماته یې یوه کیسه را په زړه کړه.

کوم کس له یو بل کس سره غېږه اخیستې وه، نو یو یې څملولی ؤ، دا لاندې کس پورتني ته چیغي وهلې چې ته خو مې هم ښه ستړی کړې.

همدارنګه مقاومت هم دا ډول کیسه شروع کړې ده، کله د تاجکستان له غرونو ویډو پورته کړي نعرې وهي چې طالبان مو ستړي کړل او ځیني نور خو یې بیا د اروپا څخه طالبان په ویډوګانو او لایفونو باندې ماتوي.

په دې وروستیو کې داسې اطلاعات ترلاسه شول چې د طالبانو مقابله مخامخ نه کېږي نو کله چې په رخصتۍ کور ته ځي په نښه یې کړئ، طعام خورۍ ته زهر ور دننه کړئ، په مختلفو نومونو یې بد نام کړئ، د طالبانو قیاپه او لباس خپل کړئ او ترې استفاده وکړئ، کور کلي کې ورته مشکل جوړ کړئ او داسې نور…

که څه هم پورته ذکر شؤو کړنو طالبانو ته کوم خاص زیان نه دی رسولی، خو په سیاسي لحاظ د دوی لپاره ډېره شرمونکې وه، که چیرې دوی سیاسي درک ولري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version