Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ملا برادر؛ ایران ته سفر او حماس سره ملګرتیا
    لیکني

    ملا برادر؛ ایران ته سفر او حماس سره ملګرتیا

    صابر افغانصابر افغان25 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    د افغان حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دوه ورځې وړاندې ایران ته تللی و، څو د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره الوتکه کې د نورو وژل شویو ملګرو جنازه کې ګډون وکړي.

    په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم شامل و.ملا برادر او ورسره مل پلاوي ته د افغانستان له پاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له لوري ګرم ښه راغلاست وویل شو.دا سفر له سیاسي اړخه ډیر ګټور وو.

    ملا برادر چې د امارت په مشرانو او بنسټ ایښودونکو کې راځي، له بهرنیو هیوادونو او اشخاصو سره یې د افغانستان اړیکو جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

    یو پام وړ ملاقات چې تهران کې تر سره شو هغه د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وو.

    ملا برادر چې وړاندې په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر مشر و، له اسماعیل سره یې هلته لیدل شوي وو او دواړو له مخکې یو بل پیژندل.

    تهران کې له شوې لیدنې ښکاري چې دواړه د یو بل لیدلو ته له ډیر وخت څخه انتظار و او تهران د لیدلو له پاره یو ښه فرصت و.

    سره له دې چې ملا برادر تهران کې د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم لیدلي، خو له اسماعیل هنیه سره لیدنې یې د خلکو او رسنیو توجه جلب کړې وه.

    طالبان او حماس د اشغالګرو پر ضد د اوږدې مبارزې د تاریخ تر څنګ نور ګډ مشترکات لري.

    حماس په ۱۹۸۷ او د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې راپورته شو. دواړو د اشغالګرو پر ضد قوي مبارزه کړې او تاریخونه یې له قربانیو ډک دي.

    دواړو په بیلابیل مهال کې د یو بل د مبارزې او جګړې ملاتړ هم کړی دی.

    د حماس یو مشر حسام بدران موده وړاندې ویلي وو چې حماس د جهاد برخه کې له طالبانو الهام اخیستی دی.

    حماس په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو باندې خوښي ښودلې او مبارکي یې هم ویلې وه.

    د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره د ملا برادر توده لیدنه ښیي چې د طالبانو او حماس تر منځ قوي فکري ملګرتیا موجوده ده.

    ځینې خلک به طبعاً په دغه لیدنه خپه شوي وي، خو له اسماعیل هنیه سره د ملا برادر لیدنې ښیي چې دواړه ډلې یو بل ته نږدې دي او ملګرتیا سره پالي او ملا برادر په دغه ملګرتیا جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

    مخکینۍ مقالهبغلان کې د مخکېنۍ ادارې د یو عسکر د وژونکو پلټنه روانه ده
    راتلونکي مقاله حنفي بهر مېشتو افغانانو ته: افغانستان د ټولو گډ کور دی، راشئ او د هېواد په پرمختگ کې ونډه واخلئ

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 4 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٦/١٣ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    4 سپتمبر 2026

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    4 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    4 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    4 سپتمبر 2026

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    4 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،136 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.