د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هند او بنګله دېش علماوو سره په کتنه کې ویلي، پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

ښاغلي برادر ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سترې اقتصادي پروژې پیل شوي، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ یو شمېر سیمو ته سوداګرۍ پراخه او د صنعت برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان نوي حکومت د بهرنیو له مرستو پرته خپلواک اقتصاد ته زمینه برابره کړې ده خو؛ د افغانستان شتمنیو کنګل او اقتصادي تحریمونو د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version