د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د ۱۶۷۹ جریبه ځمکې په مساحت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک د جوړېدو چارې پرانیستې، چې په بشپړېدو سره به یې صنعتکارانو او زرګونو هېوادوالو ته د فعالیت او کار زمینه برابره شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې برادر اخوند د صنعتي پارکونو جوړول د اقتصادي ودې او ځانبساینې لپاره مهم بللي او ویلي یې دي، چې اقتصادي استقلال د سیاسي او فرهنګي استقلال بنسټ دی او اقتصادي ځانبساینې ته د رسېدو لپاره باید په کور دننه د بېلابېلو سکټورونو صنعتي او تولیدي فعالیتونه پراخ او پیاوړي شي.
برادر اخوند ویلي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لړۍ پیل شوې، ترڅو کورني خام مواد پروسس او تولید شوي محصولات نورو هېوادونو ته صادر شي. د نوموړي په وینا، په دې سره به افغانستان په تدریجي ډول له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي او د پراخو وارداتو او بشري مرستو پر ځای به د هېواد له جغرافیوي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو څخه د اقتصادي ځانبساینې لپاره ګټه واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د صنعتي پارکونو جوړول د اوږدمهاله کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ د بېکارۍ او فقر د کچې په راکمولو کې هم مهم رول لري. برادر اخوند ویلي، په اقتصادي برخه کې به داسې چوکاټ رامنځته شي چې د کار او تولید زمینه برابره کړي، د بیو ثبات او د خلکو د پېرلو ځواک لپاره به مالي او پولي سیاستونه پلي کېږي او افغانستان به په سیمه کې د سوداګرۍ د مهم شریک په توګه مطرح شي.


