
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې، سرپرست حکومت په هېواد کې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو د حل په لټه کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالی پیاوړی کېږي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د بهر مېشتو افغانانو د مشورتي جرګې د ګډوالو په استازیتوب نور حکیم یار ویلي، چې دغه جرګه له اسلامي امارت، هېوادوالو او نړۍوالو سره د خبرو تفاهم او همکارۍ له لارې افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.
نوموړي د خبرو پر دوام په بېلابېلو برخو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې، په هېواد کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو واکمن شوی چې د ساتنې لپاره یې باید ډېرې هڅې وشي.