‏د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د انرژي اونۍ نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر تللی.

د اوبو او انرژي وزارت وایي، د انرژي او اوبو سکتورونو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژي سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو لپاره د کوربه او ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو ترسره کول دي.

وزارت زیاته کړې، د انرژي نړیوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پایداره پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.

د اوبو او انرژي وزارت هیله څرګنده کړې، چې د ښاغلي منصور دا سفر به د افغانستان د انرژي سکتور د پرمختګ، نړیوالو همکاریو او د نویو پروژو د جلب په برخه کې مثبتې لاسته راوړنې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version