شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد پوزولي ښار ته ورسېد.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، نوموړي ته په پوزولي نړیوال هوايي ډګر کې د اذربایجاني چارواکو له لوري تود هرکلي ویل شوی.
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې کړي4 دسمبر 2025