‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن جمعه (د وږي ۲۱مه) د کونړ او ننګرهار ولایتونو د سیمه‌ییزو مسئولینو په ملتیا له زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه کونړ ولایت ته سفر کړی.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ښاغلي برادر له زلزله‌ځپلو سره د لیدنې په مهال ویلي، د امکاناتو له محدودیت سره-سره اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.

اقتصادي مرستیال زلزله‌ځپلو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ټولو حکومتي مسؤلینو ته لارښوونه شوې، څو مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر اړمنو وویشي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ملا برادر د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره تر لاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره ویلي، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بېرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمیدو له پاره هر اړخیز تدابیر ونیسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version