د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، ‏د ملګرو ملتونو امنیت شوری د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو پرېکړه لیک تصویب کړی دی.

راپور کاږي، دغه پرېکړه لیک په ۱۴۲ مثبتو، ۱۰ منفي او ۱۲ سپینو رایو سره تصویب شوی دی.

ویل شوي، امریکا، صهیونیستي رژیم، ارجنټاین، هنګري او یو شمېر نورو هېوادونو د دغه پرېکړه‌لیک مخالفت کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version