د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د «اېم سيسي، اېمجياېم» چینایي شرکت له رئیس وانګ جیچین سره کتنه کې د باغ درې د برېښنا بند د مطالعاتي پروژې د پرمختګ او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخوالي خبري کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د یاد شرکت رئیس د اوبو او انرژۍ وزارت همکارۍ ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې د باغ درې د برېښنا بند جیو تخنیکي او جیو فزیکي مطالعات په ښه توګه روان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د «اېمسيسي» شرکت هوډ لري چې هممهاله له مطالعاتو سره د بند د ساختماني چارو د پلي کولو قرارداد هم له وزارت سره لاسلیک کړي.
ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست یاد شرکت ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی او د باغ درې برېښنا بند د اهمیت په یادولو سره یې د تخنیکي مطالعاتو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.