د الجزيرې د راپور له مخې سوريه کې د بشارالاسد رژيم له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير اسعد‌ حسن الشيباني‌ په لومړي ځل روسيې ته سفر کړی او هلته یې د هغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سرګي‌ لاوروف سره کتلي دي.

سرچينه وايي، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نویو، پراخو او اصولي اړیکو د پیل غوښتنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف بيا احمد‌الشرع ته د روسیې د سفر بلنه ورکړې او ټينګار یې کړی، چې مسکو او دمشق پرېکړه کړې، چې پر خپلو ټولو دوه‌ اړخیزو تړونونو بیا کتنه وکړي.

سرچينه وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ويلي، چې د سوریې د کړکېچ په هواري کې د ولسمشر الشرع وروستي اقدامات د ستاينې‌ وړ دي.

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې مسکو د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد خاوره باید د نړیوالو قدرتونو د سیالیو لپاره ونه کارول شي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې له بل لوري بيا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، د مسکو او دمشق اړیکې په یوه «برخلیک ټاکونکې مرحله» کې بللي او ټینګار یې کړی چې سوریه غواړي له روسیې سره پر برابرۍ او همکارۍ ولاړې اړیکې پیل کړي.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې به د پخوا پر اساس نه؛ بلکې د قوانینو پر درناوي او متقابل احترام ولاړې وي.

په پای کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د سويدا ولایت وضعیت ته په اشارې ويلي، چې د اسرائیل لاسوهنې دا وضعیت لا پېچلی کړی، او خبرداری یې ورکړی چې اسرائيل باید د سوریې د اقلیتونو موضوع په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره ونه کاروي.

هغه څرګنده کړه، چې د اقلیتونو ملاتړ یوازې د سوریې د دولت مسؤلیت دی او په وينا یې اسرائیل له دغه وضعيت څخه سياسي ګټه پورته کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version