د افغان حکومت رئیس الوزراء، ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د ټیلیفون له لارې پر سیمه‌ییز وضعیت او په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د نظامي تیري په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

د ا.ا مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، ښاغلي اخند ویلي، چې د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزي نه شي حل کولای.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان حکومت اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌، خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او اولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي.

ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر د خبرو له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستي کړکېچ پر حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې هڅه کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version