Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملي دفاع وزارت تېر کال له سرحدونو ساتنه، پوځ روزل، امنيت ټينګښت او نورو برخو کې مهمې‌ لاسته راوړنې درلودې
    افغانستان

    ملي دفاع وزارت تېر کال له سرحدونو ساتنه، پوځ روزل، امنيت ټينګښت او نورو برخو کې مهمې‌ لاسته راوړنې درلودې

    صابر افغانصابر افغان28 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملي دفاع وزارت مسئولینو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په کنفرانس کې وویل: له ارزښتونو او حاکمیت څخه ساتنه، د امنیت ټینګښت او د قانون له تنفیذ څخه ملاتړ، له داخلي بنسټونو او نورو وزارتونو سره همکاري، بېړنیو حالتو کې له خلکو سره مرسته، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همغږي او همکاري د ملي دفاع وزارت له اساسي دندو او لومړیتوبونو څخه دي.

    مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې د افغانستان د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۸۱۳۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه تر شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې، ۱۵۱۵ کیوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي او  ۱۳۸۳ کړۍ ماینونه شنډ شوي دي.

    د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د هېواد له سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه، په اړینو ځایونو کې ګڼ شمېر کنډکونه، بېزونه او امنیتي پوستې جوړې شوي دي.

    همدارنګه، د هوایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ الوتکو او چورلکو لخوا د ۴۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي پروازونه تر سره کېدل، د یوې بلک هاګ چورلکې رغول، د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې فعالول او روغتیایي مرکزونو ته د طبیعي پېښو د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول؛ په تېر کال کې د هوایي ځواکونو برخه کې د وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.

    د وزارت د چارواکو په خبره، د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ اول صنف ته، د دولسم ټولګي د ۵۰۰ فارغانو ور پېژندل، په هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې کې د دولسم ټولګي د ۱۲۰ فارغانو جذبول، د حضرت نعمان بن ثابت (رض) په ملي نظامي اکاډمۍ کې د ۳۹۰ تنو جذبول، د حضرت عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون څخه د ۵۴۱۴ تنو او د تهدابي زده کړو له کورسونو څخه د قطعاتو او جزوتامونو د ۱۲۷۸۱ منسوبینو او د نظامي طب له بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ تنه محصلینو فراغت؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

    د وزارت مسئولینو وویل: د تېر کال پر مهال، مالي، اداري او تدارکاتي سیستمونو کې د اصلاحاتو او منظمو پلټنو په پایله کې په ټولو پروسو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.مسئولین زیاتوي، لکه څنګه چې تر فتحې وروسته، په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، په همدې اساس محاربوي فعالیتونه کم او د ملکي تلفاتو ګراف هم صفر ته رسېدلی دی.

    په همدې ډول، د ۶ اساسي سندونو بیاکتنه او د طی مراحلو لپاره عدلیې وزارت ته استول او همدارنګه د وزارت د اړوند جوړښتونو او فعالیتونو د تنظیم په موخه، د ۵۴ پالېسیو او کړنلارو بیاکتنه؛ د پالېسۍ جوړونې په برخه کې په تېر کال کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د جنګي تخنیکونو، پوځي تجهیزاتو او وسلو اکمال، د هېواد په اوو امنیتي زونونو کې د عملیاتو تر سره کول، د ملي اسلامي اردو د ظرفیتونو لوړول، د ملي اسلامي اردو د کشفي ظرفیتونو لوړول او ډاډمن کول، د هېواد له دفاعي او امنیتي ادارو سره همغږي، د تقنیني اسنادو بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول؛ په روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډله له ټولو درګاوو شړل شوې او لا به شړل کېږي.
    راتلونکي مقاله اسرائيلو د‌ غزې په ۳۲۰ ورځنۍ جګړه کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینيان شهيدان کړي

    مربوطه لیکنې

    د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده

    3 فبروري 2026

    د کابینې ۱۴مه غونډه کې پر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوي

    3 فبروري 2026

    کابل کې د ترکيې نوي سفير له مولوي اميرخان متقي سره تعارفي ليدنه ترسره کړې

    3 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 فبروري 2026

    د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده

    د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د…

    د کابینې ۱۴مه غونډه کې پر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوي

    3 فبروري 2026

    اردوغان پر سیمه‌ییزو بدلونونو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده

    3 فبروري 2026

    د کابینې ۱۴مه غونډه کې پر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوي

    3 فبروري 2026

    اردوغان پر سیمه‌ییزو بدلونونو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.