Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله له ټولو درګاوو شړل شوې او لا به شړل کېږي.
    لیکني

    د شر او فساد ډله له ټولو درګاوو شړل شوې او لا به شړل کېږي.

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سرور فکرمند

    احمد مسعود چې د نظار د شورا د چریکې قومندان احمدشاه مسعود زوی دی، چې پلار یې د اول مقاومت سرکرده وو او د طالبانو د تېر تحریک په وړاندې یې یوه نظامي ټلواله راجوړه او افغانستان ته یې د ناټو او امریکې د راتګ زمینه سازه کړله.

    اوس یې زوی د ا.ا.ا په راتګ سره د بغاوت لاره خپله کړه، سره له دې چې د ا.ا مشرانو ورته فرصت ورکړ، مذاکرات یې ورسره وکړل، د امنیت تضمین یې ورته وکړ، د مسعود له استازو سره یې بار بار لیدنې وکړې خو د هغه ځواب رد و.

    نوموړي کله د ټولشموله حکومت د جوړېدو شرط وړاندې کاوه او کله به یې انتخاباتي نظام د شرط په ډول رامخ ته کړ چې دغه شرایط یې هم د وخت په تېرېدو سره ممکن پوره شي، ځکه د ا.ا مشرانو ورته ویل چې؛ دا سرپرست حکومت دی او موږ عملا جګړه کې یو، لا خو تازه د ادارو په سمبالولو بوخت یو، د ادارو د رهبرۍ، د وطن د امنیت او خلکو ته د اقتصادي بحران څخه په نجات اخته یو چې په دې وطن کې امنیت او ډوډۍ اولیت دی، نور مسایل باید وخت ته پرېږدو.

    خو مسعود د قدرت تندې دومره جنوني کړی و چې د ملت د امنیت او ډوډۍ پر ځای یې قدرت او چوکۍ غوښته.

    اوس د امریکا کانګرس ته بلل شوی او هغوی ته یې ګیلې کړي چې موږ مو یوازې پرېښودو او دغه ناځواني باید زموږ په بې بریده ملاتړ جبران کړﺉ.

    نوموړي ویلي چې موږ نظامي اقدام کوو تاسې پیسې او وسلې راکړﺉ، ترڅنګ یې استخباراتي همکارۍ راسره وکړﺉ.

    جنګ د افغان وطن لپاره نه بدیل دی او نه د حل لاره، په جنګ کې ملت نور هم ورکېږي، ډوډۍ ترې اخیستل کېږي، امنیت یې له منځه ځي، خلک بې ابرو کېږي.

    خو د جنګ د سرلارو او لارویو هیڅ هم نه ځي، بلکې هغوی د جنګ په اقتصاد تغذیه کېږي او جنګ د دوی یو ستر تجارت دی.

    د دې لپاره چې د جنګ دا ناروا فتنه شنډه شي ملت او شته نظام باید ټول ملاحظات ختم کړي، ایجاد شوي درزونه باید پیوند شي څه باید نظام راښه شي او هم باید ملت راښه شي خپل توقعات راکم کړي او د نظام مجبوریتونه درک کړي، ترڅو موږ لومړیتوب اول وګڼو او نور شیان وروسته کړو.

    لومړیتوب امنیت، ډوډۍ او کار دی چې دا کارونه د نظام په شتون او بدنه کې تامینیږي؛ بې نظامۍ هم امنیت تروړي، هم ډوډۍ حذف کېږي او کاري فرصتونه ختمیږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپکتیا او کندهار کې د کوکنارو او چرسو سلګونه جریبه کښتونه له منځه وړل شوي
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت تېر کال له سرحدونو ساتنه، پوځ روزل، امنيت ټينګښت او نورو برخو کې مهمې‌ لاسته راوړنې درلودې

    مربوطه لیکنې

    د نیابتي جګړې ناکامي او د مخالفینو د داخلي جګړې ناسم روایت

    19 اکتوبر 2026

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    16 اکتوبر 2026

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 19 اکتوبر 2026

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    هندوکش‌غږ ته رسېدلي کره معلومات ښيي، چې د بلوچستان په ځنګله بازار سيمه کې د…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    19 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٧ مه.#هندوکش‌غږ

    19 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    19 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    19 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٧ مه.#هندوکش‌غږ

    19 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.