د ملي دفاع وزارت وایی، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۱۶۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ۱۲ مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو نظري او عملی زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یاد وزارت د خبر له‌مخې، په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت او د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسئولینو او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون درلود.

مسئولینو فارغانو ته د مسلکي مهارتونو عملي پلي کولو، له خلکو سره د ښه چلند، د بیت‌المال د ساتنې او د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې سپارښتنې کړې دي.

ورته مهال فارغ شویو منسوبینو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو له ښوونیزو مرکزونو زرګونه سرتېري فارغ او د ملي اسلامي اردو لیکو کې پر دندو ګومارل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version