د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز له توپچي ریاست څخه د میلان کنکورس (9M135)په نوم د رهبري شوي راکټ له یو میاشتني مسلکي زده کړو څخه ٢٤ تنه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په همدې پار جوړو شویو مراسمو د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستيال مالي خان صدیق، د لوی درستیز درستیزوال مولوي شبير احمد عثماني او ګڼو نورو پوځي او ملکي چارواکو ګډون درلود.

د لوی درستيز مرستيال فارغانو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې هر باعزته هېواد دا غواړي چې د ملي اسلامي اردو په څېر یو منظم، زړور او د قربانۍ روحیې درلودونکی پوځ ولري «زموږ مسؤولیت دی چې د هېواد سرحدات وساتو او په ځانګړې توګه د توپچي مسلک ته پوره پاملرنه وکړو، تر څو په هر وخت او هر ځای کې د هیواد د دفاع لپاره چمتو و اوسي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره په هېواد کې میلان کنکورس توغندي د فعاله کېدو خبر هم ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version