‏دوحه کې د افغانستان سفارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې، افغان سفير محمد سهیل شاهین د قطر لپاره د ازبکستان له سفیر اشرف خوجایف سره کتلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې، ظرفیت لوړونې او د متقابلو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې کړي.

سرچینې وړاندې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د ورته ليدنو پر دوام هم ټينګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version