د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند درېیمې پلي ابودجانه لواء د پنځم اکمالاتي کنډک د وسلو ورکشاپ د مسلکي کارکوونکو له لوري د تېر يو کال په جریان کې ۶۰۰ میله سپکې او درنې وسلې چي د پرځېدلي جمهوریت پر مهال تخريب شوې وې؛ بيا ځلي ترمیم او ګټي اخیستني ته چمتو شوې دي.

ملي دفاع وزارت وایي، په ترمیم شویو وسلو کې څلور میله دوه ميله، ۹۰ميله دهشکې، ۸ميله زيکويک، ۸۰ ضربه توپونه، ۲۰۰ میله پیکا او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو په ورکشاپونو کې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version