د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي انجینرانو یوه بله بلک هاک چورلکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړه.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د دې بلک‌هاک چورلکې د تخنیکي انجینرانو له لوري د بیا ترمیم په موخه کار روان وو، چې نن یې کارونه بشپړ او الوتنې ته چمتو شوه.پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې د ملي دفاع وزارت تر دې مهاله لسگونه چورلکې، زرهي ټانگونه، پوځي موټرې او نور اړین وسایل بېرته ترمیم کړي، چې اوس ترې د پوځ د لیکو په غښتلتیا کې کار اخیستل کېږي.د ملي دفاع وزارت تخنیکي مسوولین وايي، په نورو الوتکو هم کار روان دی، چې د بیا ترمیم وروسته به الوتنې ته چمتو شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version