د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز ویلي، د غزې په روانه جګړه کې د شهید شویو فلسطینیانو واقعي شمېر ښايي تر ۶۸۰ زره کسانو ورسېږي.

نوموړې دا څرګندونې د سویس په جینوا ښار کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت رسمي شمېرې د شهیدانو شمېر تر دې څو چنده کم ښيي، چې له مخې یې تر دې دمه څه باندې ۶۵ زره تنه شهیدان او شاوخوا ۱۶۶ زره نور ټپیان شوي دي.

د غزې تړانګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم تر سختو بریدونو لاندې ده، چې په پایله کې یې د دغه تړانګې شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټونه ویجاړ شوي او لسګونه زره خلک له لوږې، ناروغیو او نورو بشري ناورینونو سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version