د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (انروا) ويلي، چې د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې بریدونو له‌امله د غزې ۹۷ سلنه ښوونځي ویجاړ شوي دي.

آنروا د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ مرکز له خوا خپرو شویو انځورونو پر حوالې زیاته کړې، چې غزه کې له هرو ۱۰ ښوونځیو څخه نهه یې چې پکې د دې ادارې ښوونځي هم شامل دي، بشپړې بیارغونې ته اړتیا لري.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د صهیونیستی رژیم له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله د ښوونیزو توکو انتقال له خنډ سره مخ دی، چې دې چارې د غزې ښوونیز سیسټم له بشپړ پاشل کېدو سره مخامخ کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version