د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر په يوه راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فرضي کرښه په وروستۍ جګړې يو راپور خپور کړی او ويلي یې دي، چې پاکستاني لوري افغانستان کې دننه ملکي وګړي په نښه کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني پوځيانو په ډزو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۷ ملکي وګړي شهيدان شوي او شاوخوا ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور زياتوي، چې پاکستاني لوري پر کندهار سربېره خوست او پکتيکا ولايتونو کې هم په فرضي کرښه وروستۍ جګړه کې عام افغانان په نښه کړي دي.

ياده دې‌ وي، وروسته له هغې چې افغان ځواکونو پاکستاني لوري ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله هغوی د ملکي وګړو په نښه کولو لاس پورې کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version